سفیر: له پاکستانه د افغانانو د باعزته ستنېدو لپاره هڅې روانې دي
بریانیوز - شنبه، ۳ اسد ١٤٠٥
په اسلاماباد کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر وایي، د افغان کډوالو د وضعیت په اړه یې له پاکستاني چارواکو، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره خبرې کړې دي، څو له پاکستانه د افغانانو د ستنېدو بهیر په منظم، اسانه او باعزته ډول ترسره شي
سفیر طلوعنیوز ته ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو پر مهال او افغانستان ته د رسېدو وروسته د هغوی ستونزې راکمې کړي او د دې موضوع د ښه مدیریت لپاره له اړوندو لورو سره همغږي روانه ده
نوموړي زیاته کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې د اسانتیاوو برابرول، د هغوی د ستونزو حل او د منظم انتقال لپاره خبرې اترې دوام لري
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې او ګڼ شمېر کورنۍ د تورخم، سپینبولدک او نورو لارو افغانستان ته راستانه شوې دي
د کډوالو د چارو مسئولان وایي، د راستنېدونکو کورنیو د ځای پر ځای کولو، لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1725
-
اخبار افغانستان
870
-
مقاله
591
-
سیاست
220
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl