news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ډونالډ ټرمپ: له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو پرته به د سعودي اټومي هوکړه عملي نه شي

ډونالډ ټرمپ: له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو پرته به د سعودي اټومي هوکړه عملي نه شي

ډونالډ ټرمپ: له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو پرته به د سعودي اټومي هوکړه عملي نه شي

بریانیوز - شنبه، ۳ اسد ١٤٠٥

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر هغه چې سعودي عربستان د ابراهام تړون له مخې له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي، د ریاض او واشنګټن ترمنځ اټومي هوکړه به عملي نه شي

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې امریکا او سعودي عربستان تازه یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې ریاض ته د امریکايي اټومي ټکنالوژۍ د کارولو او د ملکي اټومي پروګرام د پراختیا زمینه برابریږي

د راپورونو له مخې، دغه هوکړه سعودي عربستان ته اجازه ورکوي چې د امریکا په مرسته اټومي بټۍ جوړې کړي او د یورانیمو د بډاینې په برخه کې هم پرمختګ وکړي

خو ټرمپ ویلي، د دې تړون بشپړ پلي کېدل به د سعودي عربستان له لوري له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو پورې تړلي وي. نوموړي ټینګار کړی چې د منځني ختیځ د اړیکو پراختیا او د ابراهام تړونونو پراخول د امریکا له مهمو بهرنیو سیاستونو څخه دي

سعودي عربستان تر اوسه د ټرمپ د دې شرط په اړه رسمي وروستی دریځ نه دی اعلان کړی، خو ریاض تر دې وړاندې ویلي چې له اسراییلو سره د اړیکو عادي کول د فلسطین د مسئلې له حل سره تړاو لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto