شهباز شریف: پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو د امنیت غوښتنه کوي
بریانیوز - شنبه، ۳ اسد ١٤٠٥
اسلاماباد – د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، اسلاماباد لا هم له افغانستان سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی، خو له اسلامي امارت غواړي چې اجازه ورنه کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي
شهباز شریف دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې د بلوچستان ملي کارغونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، پاکستان له افغانستان سره شاوخوا دوه زره کیلومتره ګډه پوله لري او دواړه هېوادونه ګاونډیان دي چې باید په سوله او همغږۍ کې یو ځای ژوند وکړي
هغه زیاته کړې: «موږ له افغانستان سره ګډه پوله لرو، ګاونډیان یو او باید د یو بل ترڅنګ ژوند وکړو، خو له طالبانو بیا هم غوښتنه کوو چې اجازه ورنه کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره امنیتي همکاري او د ګډو ګواښونو پر وړاندې مبارزه مهمه ده
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د امنیتي مسایلو، سرحدي پېښو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه وخت ناوخت اختلافات راپورته کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1726
-
اخبار افغانستان
872
-
مقاله
593
-
سیاست
221
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl