news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان: په نهو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۹ کسان مړه شوي دي

افغانستان: په نهو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۹ کسان مړه شوي دي

افغانستان: په نهو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۹ کسان مړه شوي دي

بریانیوز - شنبه، ۳ اسد ١٤٠٥

 د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو ورښتونو او راوتلو سېلابونو له امله په نهو ولایتونو کې ۹ کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو د خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو، سړکونو او نورو شتمنیو ته هم پراخ مالي زیانونه اړولي دي

چارواکو ویلي، د زیانمنو سیمو د وضعیت د ارزونې، د خلکو د اړتیاوو معلومولو او د مرستو رسولو لپاره هڅې روانې دي

په وروستیو ورځو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد دي چې له امله یې ګڼو کورنیو ته مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره له خلکو غوښتي چې د سېلابونو پر مهال د خطرناکو سیمو له اوسېدو او تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي او د اړوندو ادارو لارښوونې په پام کې ونیسي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto