پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت، چې ځان یو موټی او پیاوړی نظام معرفي کوي، اوس له ژورو کورنیو اختلافونو، اقتصادي ستونزو او زیاتېدونکو سیمهییزو فشارونو سره مخ دی او د اوږدمهاله ثبات وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راغلې ده.
بریانیوز- شنبه ٣ اسد ١٤٠٥
د راپور له مخې، د طالبانو په رهبرۍ کې د کندهار او کابل د دوو مهمو ډلو ترمنځ د واک پر سر اختلافونه زیات شوي دي. د کندهار مشرتابه، چې د هبتالله اخندزاده تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، د واک د بشپړ تمرکز غوښتونکی دی، خو د سراجالدین حقاني په ګډون د کابل ډلې د حکومتدارۍ په څرنګوالي کې له دې تګلارې سره اختلاف لري.
راپور زیاتوي، د همدې کورنیو اختلافونو ترڅنګ د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه او ځینې نورې کوچنۍ وسلهوالې ډلې هم د طالبانو پر ضد فعالیت کوي، چې د حکومت پر امنیتي وضعیت یې فشارونه زیات کړي دي.
د ډان د تحلیل له مخې، د طالبانو او پاکستان اړیکې هم د پخوا په پرتله ډېرې ترینګلې شوې دي. لیکوال ادعا کوي چې اسلاماباد طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ملاتړ تورنوي او له همدې امله یې د پخوانۍ همکارۍ پر ځای سخت امنیتي دریځ خپل کړی دی.
په راپور کې همداراز راغلي، که څه هم روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او د طالبانو نوم یې د منع شویو ډلو له لېست څخه ایستلی، خو مسکو لا هم د طالبانو پر اوږدمهاله ثبات او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د هغوی پر ژمنتیا شک لري.
د ډان د تحلیل له مخې، طالبان اوس د کورنیو اختلافونو، سیاسي او وسلهوال مقاومت، د پاکستان له فشارونو او د نړیوالې ټولنې د محدود باور ترمنځ راګیر دي. راپور خبرداری ورکوي، که د حکومتدارۍ او سیمهییزو اړیکو په سیاست کې بدلون رانه شي، افغانستان ښايي یو ځل بیا د بېثباتۍ او کورنیو شخړو له خطر سره مخ شي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?