تهران: له واشنګټن سره د منځګړو له لارې اړیکې روانې دي، خو د ملي حاکمیت دفاع زموږ سره کرښه ده
بریانیوز - دوشنبه، ۵ اسد ١٤٠٥
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وایي تهران او واشنګټن د پاکستان، قطر او یو شمېر نورو منځګړو هېوادونو له لارې خپلمنځي پیغامونه تبادله کوي، خو ټینګار کوي چې د ایران لپاره د خپل ملي حاکمیت دفاع تر هر څه لومړیتوب لري
بقایي ویلي، ایران د شوې هوکړې له مخې د ۳۰ ورځو لپاره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تأمین ژمنه پر ځای کړې وه، خو د هغه په وینا، امریکا د دغې مودې تر بشپړېدو وړاندې د سمندري پېښو د ادعاوو په پلمه تازه بریدونه پیل کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ادعا کړې چې واشنګټن لا هم د شوې هوکړې له مخې د ایران کنګل شوې شتمنۍ نه دي ازادې کړې
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تهران د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په اړه له خپل دریځه نه په شا کېږي او په دې برخه کې هر ډول پرېکړه به د همدې اصل پر بنسټ کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1727
-
اخبار افغانستان
875
-
مقاله
594
-
سیاست
222
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl