news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان او اوزبېکستان: د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیلوي؛ د ۱۰۰ زره ټنه پنبې پېر او د سوداګرۍ پراختیا ته هوکړې

افغانستان او اوزبېکستان:  د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیلوي؛ د ۱۰۰ زره ټنه پنبې پېر او د سوداګرۍ پراختیا ته هوکړې

افغانستان او اوزبېکستان:  د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیلوي؛ د ۱۰۰ زره ټنه پنبې پېر او د سوداګرۍ پراختیا ته هوکړې

بریانیوز - دوشنبه، ۵ اسد ١٤٠٥

د امارتي شرکتونو رییس، احمدجان بلال، او د ملي پراختیا شرکت اجراییه رییس، عبدالرحمن عطاش، د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌ یف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګه‌ونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي

د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د سوداګریزو او سیاحتي ویزو د اسانتیاوو، د افغان تازه مېوو د صادراتو د پراختیا، د افغان‌ترانس پروژې د چټک عملي کېدو، د نساجۍ صنعت د پیاوړتیا او په بېلابېلو پراختیایي پروژو کې د ګډې همکارۍ پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه

د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، هېواد یې د روان کال په ترڅ کې افغانانو ته پنځه زره ویزې صادرې کړې او د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم عملي ګامونه پورته کوي

هغه همداراز ډاډ ورکړ چې اوزبېکستان به له افغان بزګرانو څخه ۱۰۰ زره ټنه پنبه وپېري او د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او بنسټیزو پراختیایي پروژو په برخه کې به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي

دا لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې کابل او تاشکند د اقتصادي اړیکو د پراخولو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او د ګډو پراختیایي پروژو د چټک عملي کېدو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto