news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د میوند تاریخي جګړې: د میوند تاریخي جګړې ۱۴۶مه کلیزه؛ هغه ورځ چې افغان ځواکونو برېټانیوي پوځ ته ستره ماتې ورکړه

د میوند تاریخي جګړې: د میوند تاریخي جګړې ۱۴۶مه کلیزه؛ هغه ورځ چې افغان ځواکونو برېټانیوي پوځ ته ستره ماتې ورکړه
د میوند تاریخي جګړې: د میوند تاریخي جګړې ۱۴۶مه کلیزه؛ هغه ورځ چې افغان ځواکونو برېټانیوي پوځ ته ستره ماتې ورکړه

بریانیوز - دوشنبه، ۵ اسد ١٤٠٥

نن د زمري پنځمه، د میوند د تاریخي جګړې ۱۴۶مه کلیزه ده؛ هغه ورځ چې د افغانستان په تاریخ کې د مېړانې، قربانۍ او ملي مقاومت د یوې سترې نښې په توګه ثبت شوې ده
د ۱۲۵۹ لمریز کال د زمري په پنځمه، چې د ۱۸۸۰ زېږدیز کال د جولای له ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د سردار ایوب خان په مشرۍ افغان ځواکونو د میوند په تاریخي جګړه کې د برېټانیوي پوځ پر وړاندې مهمه بریا ترلاسه کړه او د هغه وخت پیاوړي استعماري ځواک ته یې درنه ماتې ورکړه
د میوند جګړه د افغانستان د خپلواکۍ غوښتنې او د خلکو د مقاومت له مهمو تاریخي پېښو څخه ګڼل کېږي. دغه جګړه د افغانانو د یووالي، زړورتیا او قربانۍ له امله په ملي حافظه کې ځانګړی ځای لري
د میوند حماسه د ملالې میوندۍ د تاریخي شجاعت او هغې له مشهورو ټپو سره هم تړاو لري، چې د جګړې په ډګر کې یې د افغان سرتېرو مورال پیاوړی کړ او د مېړانې یوه تلپاتې بېلګه وګرځېده
د تاریخپوهانو په باور، د میوند جګړې د افغانستان په معاصر تاریخ کې ژور اغېز پرېښود او د خپلواکۍ د مبارزو په لړۍ کې یې مهم مقام خپل کړ

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto