news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مولانا فضل‌الرحمن: د افغانستان وضعیت تر پاکستان ښه دی؛ اسلام‌اباد له سختو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل‌الرحمن: د افغانستان وضعیت تر پاکستان ښه دی؛ اسلام‌اباد له سختو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل‌الرحمن: د افغانستان وضعیت تر پاکستان ښه دی؛ اسلام‌اباد له سختو ننګونو سره مخ دی

بریانیوز - دوشنبه، ۵ اسد ١٤٠٥

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، مولانا فضل‌الرحمن، ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د پاکستان په پرتله ښه دی او پاکستان له یوې ستونزمنې مرحلې څخه تېرېږي

فضل‌الرحمن په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، پاکستان په سیمه کې له سیاسي انزوا سره مخ دی او له یوې خوا له خپل پخواني سیال هند سره او له بلې خوا له افغانستان سره د اړیکو له کړکېچ سره مخامخ دی

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه او تاوتریخوالی د هېڅ یوه هېواد په ګټه نه دی او باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم لاره غوره شي

هغه زیاته کړې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوله او باثباته اړیکې د سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره مهم ارزښت لري

فضل‌الرحمن په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي او سیاسي اختلافاتو له امله له جدي ننګونو سره مخ شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto