news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل او تاشکند : د ستراتېژیک اقتصادي مشارکت پر لور؛ اوزبېکستان په کانونو پانګونه او د ۵۰ میلیونه ډالرو فابریکې جوړولو ته چمتووالی وښود

کابل او تاشکند : د ستراتېژیک اقتصادي مشارکت پر لور؛ اوزبېکستان په کانونو پانګونه او د ۵۰ میلیونه ډالرو فابریکې جوړولو ته چمتووالی وښود

کابل او تاشکند : د ستراتېژیک اقتصادي مشارکت پر لور؛ اوزبېکستان په کانونو پانګونه او د ۵۰ میلیونه ډالرو فابریکې جوړولو ته چمتووالی وښود

بریانیوز - دوشنبه، ۵ اسد ١٤٠٥

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجه‌یف، او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې

ملا عبدالغني برادر وویل، د کابل او تاشکند د اړیکو پراختیا نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې خوندي کوي، بلکې د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره هم مهم ارزښت لري. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت چمتو دی د شته فرصتونو په کارولو سره دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کاري پروګرام پر اغېزمن پلي کېدو ټینګار وکړ او د صادراتي بار وړونکو موټرو د تګ راتګ اسانتیا، د افغانستان د ټرانزیټي توکو لپاره د معافیتونو پراخول، د کرنیزو محصولاتو، تازه او وچو مېوو، خوراکي توکو او قیمتي کانیزو موادو د صادراتو زیاتوالی، د ټرانزیټي زیربناوو او ګمرکونو پراختیا، د ویزو اسانتیا او د انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخه کې ګډه همکاري د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم لومړیتوبونه وبلل

هغه زیاته کړه، د افغانستان او اوزبېکستان د همکاریو پراختیا به دوه‌اړخیزې اقتصادي اړیکې نوي پړاو ته ورسوي او د سیمې د هېوادونو لپاره به د ښه ګاونډیتوب یوه بریالۍ بېلګه هم وي

په همدې حال کې، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجه‌یف، وویل چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات هم زیات کړي

هغه همدارنګه اعلان وکړ چې اوزبېکستان د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په حیرتان کې د «جست» د ډبرو د پروسس فابریکې جوړولو ته چمتو دی

خواجه‌یف زیاته کړه، د اوزبېکستان پلاوی به د ټرانسپورټ، انرژۍ، کرنې، بانکدارۍ، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د افغانانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخو کې له اړوندو افغان ادارو سره خپلې ګډې همکارۍ پراخې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto