پاکستان: خیبر پښتونخوا کې خونړی برید؛ ۹ پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۸ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په هنګو ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د وسلهوالو کسانو په برید کې د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي په ګډون ۹ پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، وسلهوالو کسانو د امنیتي پوستې پرسونل په نښه کړل او له برید وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه
د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، امنیتي ځواکونو د برید په غبرګون کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې ۱۵ وسلهوال ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول
پولیسو زیاته کړې چې د پېښې له سیمې څخه د بریدګرو د پېژندنې او د هغوی د ملګرو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي. امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي
تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی، خو په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد ورته بریدونه زیات شوي دي
د سیمې امنیتي وضعیت په وروستیو کلونو کې د اندېښنې وړ بلل شوی، ځکه چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسلهوالو فعالیتونو بیا زیاتېدو د امنیتي ادارو اندېښنې هم ډېرې کړې دي
د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چې د وسلهوالو پر وړاندې عملیات به دوام ولري، څو په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې پیاوړې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1734
-
اخبار افغانستان
885
-
مقاله
612
-
سیاست
229
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl