افغان کډوال : کندوز ته د ۱۶ زرو کډوالو کورنیو ستنېدل؛ د استوګنې د نومرو غوښتنه کوي
بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کندوز – د طالبانو د کډوالو چارو ریاست وایي، د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۶ زره کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه بېرته کندوز ته ستنې شوې دي
د دغه ریاست مشر عبدالولي محمدي ویلي، یادې کورنۍ د وري او زمري میاشتو ترمنځ کندوز ته رسېدلې دي او اوس د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو د نومرو د وېش غوښتنه کوي
د نوموړي په وینا، د کډوالو د زیات شمېر راستنېدل د ولایت پر موجودو امکاناتو او خدماتو فشار زیات کړی او د راستنېدونکو کورنیو لپاره د سرپناه او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول له مهمو ننګونو څخه دي
بلخوا، د ملګرو ملتونو په راپورونو کې ویل شوي چې افغانستان ته د کډوالو او بېځایه شویو کسانو د بېرته ستنېدو چټک بهیر د هېواد روان بشري وضعیت لا پسې سخت کړی دی
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی پر عامه خدمتونو، سرپناه او د کار پر بازار د پام وړ فشار اچوي، په ځانګړي ډول په هغو ولایتونو کې چې له وړاندې له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1750
-
اخبار افغانستان
902
-
مقاله
633
-
سیاست
256
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl