news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان کې پاکستاني طبي محصلان: نوې پالیسۍ مو ښوونیز راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

افغانستان کې پاکستاني طبي محصلان: نوې پالیسۍ مو ښوونیز راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

افغانستان کې پاکستاني طبي محصلان: نوې پالیسۍ مو ښوونیز راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

 بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 افغانستان کې پر طبي زده‌کړو بوختو پاکستاني محصلانو د پاکستان د طبي شورا پر وروستیو پرېکړو او نویو پالیسیو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، دغه بدلونونه یې د زده‌کړو او راتلونکي مسلکي ژوند په اړه له جدي نامعلوم حالت سره مخ کړي دي

دغو محصلانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، نوې پالیسۍ د زرګونو هغو زده‌کوونکو پر راتلونکي مستقیم اغېز کوي چې له مخکې یې په افغانستان کې خپلې طبي زده‌کړې پیل کړې دي

محصلان له پاکستاني حکومت او طبي شورا غوښتي چې نوې تګلارې دې پر پخوانیو محصلانو نه پلي کوي او د هغوی هغه قانوني حقونه دې خوندي کړي چې د زده‌کړو له پیل وړاندې یې لرل

دوی ټینګار کړی چې د پالیسۍ ناڅاپي بدلون به نه یوازې د محصلانو څو کلن علمي زحمت له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د هغوی د راتلونکي مسلکي ژوند پر وړاندې به هم جدي خنډونه رامنځته کړي

تر دې وړاندې د پاکستان طبي شورا ویلي وو چې په افغانستان کې د طب زده‌کړه په خپله محصلانو ته په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو قانوني حق نه ورکوي

محصلان غوښتنه کوي چې د دوی موضوع دې د پخوانیو مقرراتو او د زده‌کړو د پیل پر مهال د موجودو قوانینو له مخې وڅېړل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto