پېښور : سترې محکمې د افغان مېرمنې د اېستلو مخه ونیوله؛ د تابعیت ورکولو امر
بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
پېښور – د پېښور سترې محکمې د پلوشې بيبي په نوم د یوې افغان مېرمنې له پاکستانه د اېستلو مخه نیولې او د دغه هېواد د تابعیت ادارې نادرا ته یې امر کړی چې نوموړې ته دې په شپږو میاشتو کې د پاکستان تابعیت ورکړي
پلوشې بيبي، چې له یوه پاکستاني وګړي سره یې واده کړی، د خپلې وکیلې ثناء ګلزار له لارې محکمې ته عریضه کړې وه او له محکمې یې د خپل قانوني وضعیت د روښانه کېدو غوښتنه کړې وه
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د نوموړې ماشومان هم د پاکستان د نافذه قوانینو له مخې د دغه هېواد د تابعیت حق لري
په ورته وخت کې، په پېښور کې د افغان کډوالو استازو ویلي چې د کورنیو او ودونو له امله شاوخوا ۵۰۰ زره افغان او پاکستاني وګړي له یو بل سره کورنۍ اړیکې لري
د کډوالو استازي ټینګار کوي چې د افغان او پاکستاني کورنیو ترمنځ د دغو اړیکو له امله باید د تابعیت، استوګنې او تګ راتګ موضوعات له بشري او قانوني پلوه په پام کې ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1750
-
اخبار افغانستان
901
-
مقاله
633
-
سیاست
256
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl