تاشکند : فرغانه کې د افغان سوداګرو او ازبک چارواکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا خبرې
بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
تاشکند – د ازبکستان د فرغانې والي خیرالله بوزروف د یو شمېر افغان سوداګریزو شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې کړې دي
په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د پخوانیو هوکړو د عملي کېدو ترڅنګ، د نویو ګډو پروژو د پیل او تنظیم پر اړتیا هم ټینګار شوی دی
افغان سوداګرو د فرغانې ولایت د صنعتي او اقتصادي ظرفیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د کرنې، ترانسپورټ او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري
د فرغانې والي خیرالله بوزروف ویلي، د دغه ولایت اداره چمتو ده چې د افغان سوداګرو له لوري د پانګونې له پروژو هر اړخیز ملاتړ وکړي او د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي
دواړو خواوو هیله څرګنده کړې چې د ګډو اقتصادي پروژو پراختیا به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري زیاته او د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره به نوې لارې پرانیزي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1750
-
اخبار افغانستان
901
-
مقاله
633
-
سیاست
256
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl