news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فرید حمیدي: د طالبانو پر وړاندې ولسي او وسله‌ وال مخالفتونه زیات شوي

فرید حمیدي: د طالبانو پر وړاندې ولسي او وسله‌ وال مخالفتونه زیات شوي

فرید حمیدي: د طالبانو پر وړاندې ولسي او وسله‌ وال مخالفتونه زیات شوي

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان پخوانی لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، د طالبانو د حکومت د «ظلم، تبعیض او بې‌عدالتۍ» پر وړاندې ولسي او وسله‌وال مخالفتونه په بې‌ ساري ډول زیات شوي دي

حمیدي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو هغه ادعاوې چې ګواکې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، له واقعیت سره سمون نه لري. د نوموړي په وینا، هېواد یو ځل بیا د یوې اوږدې جګړې پر لور د تګ له خطر سره مخ دی

هغه د طالبانو د واکمنۍ د تېرو پنځو کلونو پر مهال د عدلي او قضايي بنسټونو وضعیت هم سخت غندلی او ادعا یې کړې چې په هېواد کې خپلواک عدلي او قضايي جوړښتونه له منځه تللي دي

حمیدي همداراز د هغه څه په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې نوموړي یې «صحرايي وژنې» بللې او ویلي یې دي چې له قانوني بهیر پرته د خلکو د وژلو پېښې لا هم دوام لري

د افغانستان پخواني لوی څارنوال ټینګار کړی چې د طالبانو «استبدادي سیاستونه» د خلکو نارضایتي زیاته کړې ده. هغه ادعا کړې چې د اوسني وضعیت په دوام سره د حکومت پر وړاندې د مخالفتونو د لا پراخېدو احتمال شته

تر اوسه طالبانو د فرید حمیدي د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. طالبان بیا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې عمومي امنیت ټینګ دی او د جګړې دوره پای ته رسېدلې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto