پاکستان له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي چوکاټ غوښتنه کړې
بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد — پاکستان له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد د اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت یو مالي چوکاټ رامنځته کړي
د پاکستان د مالیې وزیر سلاکار خرم شهزاد ویلي، له واشنګټن سره په دې اړه ترسره شوې خبرې رغنده وې او دواړه لوري د مالي همکاریو د پراختیا پر امکاناتو بحث کوي
د پاکستان دغه وړاندیز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د اسلاماباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د نږدې کېدو په لړ کې مطرح شوی دی
اسلاماباد تمه لري چې د دغه مالي چوکاټ له لارې به د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې، د مالي بازارونو باور زیات او د اقتصادي فشارونو د مدیریت لپاره به د پاکستان وړتیا لوړه شي
پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې دا غوښتنه د وړیا مرستې لپاره نه ده، بلکې د پور یوه احتمالي کرښه ده چې ښايي تر پنځو کلونو پورې اعتبار ولري
د اقتصادي کارپوهانو په باور، که دغه مالي اسانتیا رامنځته شي، پاکستان کولی شي د لنډمهاله مالي فشارونو د کمولو لپاره له هغې ګټه واخلي؛ خو د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره به د کورنیو عوایدو زیاتول، د صادراتو پراخول او د بهرنیو پورونو کمول هم مهم وي
د پاکستان اقتصاد په وروستیو کلونو کې د بهرنیو اسعارو د کمښت، د پورونو د درنو مکلفیتونو او د مالي فشارونو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی. اسلاماباد هڅه کوي د نړیوالو شریکانو له لارې خپلې مالي زېرمې پیاوړې او د پانګهوالو باور بېرته لوړ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?