news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

میاخېل: له ایراني سفیر سره د افغان صرافانو لیدنه دې وڅېړل شي

میاخېل: له ایراني سفیر سره د افغان صرافانو لیدنه دې وڅېړل شي

میاخېل: له ایراني سفیر سره د افغان صرافانو لیدنه دې وڅېړل شي

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وايي، د ایران د سفیر او د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ترمنځ وروستۍ لیدنه د افغانستان د غیررسمي مالي نظام او اقتصادي وضعیت له پلوه جدي څېړنې ته اړتیا لري

میاخېل ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان په مالي نظام کې د صرافانو او حواله‌يي شبکو رول مهم شوی، له افغان صرافانو سره د بهرني هېواد د لوړپوړي ډیپلومات ناسته باید له اقتصادي پلوه په دقت وکتل شي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړې چې که د دې ناستې موخه له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو د لېږد لپاره د اسانتیاوو برابرول وي، نو ښايي د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او د افغانیو پر ثبات منفي اغېز وکړي

میاخېل د خپلې پخوانۍ تجربې په یادولو سره ویلي، د بهرنیو اسعارو د وتلو بهیر کولی شي د هېواد پر مالي بازار او د ملي اسعارو پر ارزښت مستقیم اغېز ولري

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي په کابل کې د شهزاده سرای له صرافانو سره لیدلي دي. تر اوسه د دې ناستې د ټولو جزیاتو او مشخصو پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto