news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پلازمېنه : کییف ته د روسیې د ډرون بریدونه؛ یو کس وژل شوی او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې

پلازمېنه : کییف ته د روسیې د ډرون بریدونه؛ یو کس وژل شوی او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې

پلازمېنه : کییف ته د روسیې د ډرون بریدونه؛ یو کس وژل شوی او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې

 بریانیوز شنبه ( ۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 روسیې د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره د اوکراین پر پلازمېنه کییف او شاوخوا سیمو پراخ هوايي بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او د استوګنې کورونو، سوداګریزو ودانیو او ګودامونو په ګډون ګڼو تاسیساتو ته زیان اوښتی دی

د کییف د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د روسیې په ډرون بریدونو کې ۱۴ ګودامونه، ۱۶ شخصي کورونه او درې اپارتمان‌ونو ودانۍ زیانمنې شوې دي. د بریدونو له امله یو شمېر موټرونه هم زیانمن شوي او په ځینو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوې دي.

اوکرایني چارواکي وايي، د دغو بریدونو یوه موخه د هېواد د لوژستیکي او سوداګریزو مرکزونو زیانمنول او په پلازمېنه کې د خلکو د ورځني ژوند ګډوډول دي. په وروستیو بریدونو کې د خوراکي توکو او سوداګریزو توکو د زېرمه کولو مرکزونه هم زیانمن شوي دي.

بلخوا، د اوکراین په زاپوریژیا کې هم د روسیې د بریدونو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور ورکړل شوی دی. د دواړو لورو ترمنځ د ډرونونو او توغندیو بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې جګړه لا هم روانه ده او د اوکراین مهمې ښاري او اقتصادي زېربناوې د بریدونو له ګواښ سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto