عامې روغتیا وزارت : په ټول هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو دویم سراسري واکسین کمپاین پیل شو
(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو واکسین دویم سراسري کمپاین پیل شوی چې له مخې به یې په څلور ورځو کې نږدې ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي
د دغه وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل وايي، په جنوبي زون کې د کمپاین د لا ښه پلي کېدو لپاره به د واکسین لړۍ د سېشنبې په ورځ پیل شي
نوموړي ویلي، سږ کال تر دې وړاندې یو ملي او دوه فرعي واکسیني کمپاینونه ترسره شوي او روان کمپاین د ۲۰۲۶ کال څلورم کمپاین دی. د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د وقایوي تدابیرو په پلي کولو سره د ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي
بلخوا، یو شمېر کورنۍ د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسیني کمپاینونو پر دوام او پراخېدو ټینګار کوي. د کابل اوسېدونکی برکتالله وايي، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې باید ماشومانو ته د واکسین رسولو لړۍ پیاوړې شي.
د کونړ اوسېدونکی بلال هم له قومي مشرانو او دیني عالمانو غواړي چې هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي چې لا هم د پولیو واکسین په اړه اندېښنې لري
ډاکټران وايي، د پولیو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو مهمه لار د واکسین له لارې مخنیوی دی. ډاکټر سیدشریف حسیني ټینګار کوي چې کورنۍ باید خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي او له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي
د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی، خو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه دغه شمېر نه دی تایید کړی او نه یې رد کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?