news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امریکا حکومت : امریکا په ګرینلنډ کې د دوو پوځي اډو د جوړولو او بیا فعالولو پلان لري

امریکا حکومت : امریکا په ګرینلنډ کې د دوو پوځي اډو د جوړولو او بیا فعالولو پلان لري

امریکا حکومت : امریکا په ګرینلنډ کې د دوو پوځي اډو د جوړولو او بیا فعالولو پلان لري

(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د امریکا حکومت غواړي په ګرینلنډ کې خپل پوځي حضور پراخ کړي او د دې ټاپو په سوېل کې د سړې جګړې له دورې یوه پخوانۍ پوځي اډه بېرته فعاله کړي او په ختیځه برخه کې یوه نوې پوځي اډه جوړه کړي

د معلوماتو له مخې، د دغو اډو د بیا فعالولو او جوړولو اړوند هوکړه ټاکل شوې د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په نیویارک کې د امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ ترمنځ لاسلیک شي

د سپینې ماڼۍ په وینا، د دې هوکړې اساسي موخه د ګرینلنډ او امریکا د امنیت پیاوړتیا او د سیمې د دفاعي وړتیاوو لوړول دي

ګرینلنډ د شمالي قطب په ستراتېژیکه سیمه کې موقعیت لري او د جغرافیایي موقعیت له امله د امریکا، ډنمارک او نورو هېوادونو لپاره پوځي او امنیتي اهمیت لري

د دغې هوکړې بشپړ جزیات، په ځانګړي ډول د اډو د موقعیت، شمېر، پوځي ظرفیت او د فعالیت د څرنګوالي په اړه معلومات، لا نه دي په بشپړ ډول خپاره شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto