د امریکا هوايي شرکتونو : امریکايي هوايي شرکتونه له چین سره د مستقیمو الوتنو د زیاتېدو مخالفت کوي
د امریکا هوايي شرکتونو : امریکايي هوايي شرکتونه له چین سره د مستقیمو الوتنو د زیاتېدو مخالفت کوي
(بریانیوز جمعه (۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا یو شمېر هوايي شرکتونو د چین او امریکا ترمنځ د مستقیمو الوتنو د زیاتولو له وړاندیز سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا کار ښايي د دواړو هېوادونو د هوايي شرکتونو ترمنځ سیالي نوره هم نابرابره کړي
امریکايي شرکتونه استدلال کوي چې د چین ځینې هوايي شرکتونه د روسیې له هوايي حریم څخه په استفادې سره الوتنې ترسره کوي، چې له امله یې د الوتنو وخت او لګښت راکمېږي
دوی وايي، امریکايي هوايي شرکتونه د روسیې د هوايي حریم له کارولو ډډه کوي او له همدې امله د چینایي شرکتونو په پرتله له اضافي وخت او لګښتونو سره مخ کېږي
اوس مهال امریکا او چین هر یو په اوونۍ کې د شاوخوا ۵۰ تګ ـ راتګ مستقیمو الوتنو اجازه لري. د الوتنو د شمېر د زیاتولو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي اړیکو او سوداګریزو سیالیو له مهمو بحثونو څخه ده
امریکايي هوايي شرکتونه ټینګار کوي چې د الوتنو د زیاتولو هر ډول پرېکړه باید د دواړو هېوادونو د هوايي شرکتونو لپاره د عادلانه سیالۍ شرایط په پام کې ونیسي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1845
-
اخبار افغانستان
971
-
مقاله
775
-
سیاست
362
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl