news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نیویارک : د تاجکستان او یوناما مشرې د افغانستان او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې وکړې

نیویارک : د تاجکستان او یوناما مشرې د افغانستان او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې وکړې

نیویارک : د تاجکستان او یوناما مشرې د افغانستان او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې وکړې

(بریانیوز جمعه (۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

 د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي دي

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان وضعیت، سیمه‌ییز امنیت او د یوناما د فعالیتونو د پلي کېدو په تړاو پر مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي

مهرالدین په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خپل هېواد پر دوامدارې ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ، افراطیت او له پولو هاخوا د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې ګډې هڅې اړینې دي

په همدې حال کې، رباب فاطمې د یوناما د اوسنیو لومړیتوبونو او د دې ادارې د راتلونکو فعالیتونو په اړه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړي دي

دواړو لورو همداراز د ګډو اندېښنو په اړه د منظمې مشورې او خبرو اترو پر دوام او د همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د امنیتي اندېښنو په دوام، د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه بحثونه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د پام وړ موضوع بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto