news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بشري مرستو : افغانستان کې د پانګونې او بشري مرستو په اړه د آسیایي هېوادونو د همکارۍ ژمنه

بشري مرستو : افغانستان کې د پانګونې او بشري مرستو په اړه د آسیایي هېوادونو د همکارۍ ژمنه

بشري مرستو : افغانستان کې د پانګونې او بشري مرستو په اړه د آسیایي هېوادونو د همکارۍ ژمنه

(بریانیوز جمعه (۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

 د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع او د آسیایي هېوادونو د اقتصادي پراختیا کمېټې رییس یون سوک هون د ویډیوکنفرانس له لارې د افغانستان د اقتصادي ودې، پانګونې او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي

ملا عبدالواسع په دې خبرو کې ویلي، اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو سره د لازمې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی او په افغانستان کې د امنیت له ټینګېدو سره د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی

نوموړي له وروستیو جګړو، سېلابونو او زلزلو څخه د زیانمنو شویو افغانانو وضعیت ته هم اشاره کړې او له نړیوالې ټولنې یې د اړمنو کورنیو لپاره د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې ده

بل لور ته، یون سوک هون ویلي، د آسیایي هېوادونو د اقتصادي پراختیا کمېټه غواړي له افغانستان سره د اقتصادي ودې په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي. نوموړي زیاته کړې چې د کمېټې غړي هېوادونه به هم وهڅوي چې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې ونډه واخلي

هغه افغانستان ته د یوه دوست هېواد په سترګه کتلو ته په اشارې ویلي، د دوی کمېټه له افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو ده

یون سوک هون څرګنده کړې چې د خپلې راتلونکې سفر پر مهال به په افغانستان کې د انرژۍ، په ځانګړي ډول د لمریزې برېښنا، د پانګونې فرصتونه له نږدې وڅېړي

د دواړو لورو دا خبرې په داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان د اقتصادي ودې، بهرنیو پانګونو جذب او د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نوو همکاریو په لټه کې دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto