news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نوی ډیلي :د هند دیني عالمانو د سود د معاصرو مسایلو لپاره فقهي جرګه پیل کړه

نوی ډیلي :د هند دیني عالمانو د سود د معاصرو مسایلو لپاره فقهي جرګه پیل کړه

نوی ډیلي :د هند دیني عالمانو د سود د معاصرو مسایلو لپاره فقهي جرګه پیل کړه

(بریانیوز جمعه (۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

  د هند د دیني عالمانو ټولنې د سود اړوند د معاصرو فقهي مسایلو د څېړنې او د هغو لپاره د شرعي حکمونو د روښانه کولو په موخه یوه فقهي لویه جرګه رابللې ده

دغه جرګه د دیوبند د مشر مفتي زین‌الاسلام قاسم ابادي په مشرۍ پیل شوې، چې په ترڅ کې به د معاصرې مالي نړۍ له بدلونونو سره تړلي د سود بېلابېل ډولونه او اړوندې مسئلې وڅېړل شي

د غونډې ګډونوال به د معاصرې بانکدارۍ، غیرمستقیم سود، بیمې او اعتباري معاملاتو، انلاین سوداګرۍ او سودي پورونو په اړه د اسلامي فقهې له نظره بحثونه وکړي

همداراز به په هغو بانکونو او مالي ادارو کې د کار کولو مسئله هم وڅېړل شي چې له یوې خوا خیریه او ټولنیز خدمتونه ترسره کوي او له بلې خوا سودي معاملات لري

د دیني عالمانو په وینا، د دغو بحثونو موخه دا ده چې د معاصر مالي نظام د نوو معاملاتو په اړه د مسلمانانو لپاره روښانه فقهي لیدلوری وړاندې شي او د نویو رامنځته شویو مسایلو په اړه مناسب شرعي نظرونه او فتواوې چمتو شي

تمه ده چې د جرګې په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه د علماوو د بحثونو او څېړنو پر بنسټ نوي فقهي نظرونه وړاندې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto