news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نصیراحمدفایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر د پیل وخت رارسېدلی

نصیراحمدفایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر د پیل وخت رارسېدلی

نصیراحمدفایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر د پیل وخت رارسېدلی

(بریانیوز جمعه (۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي، د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د راتلونکي د ټاکلو لپاره د افغانانو په مشرۍ د یوه سیاسي بهیر د پیل وخت رارسېدلی دی
فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې یوې ناستې ته ویلي، په دغه بهیر کې باید ښځې، ځوانان، مدني ټولنه او سیاسي جریانونه په مستقیم او مانادار ډول ونډه ولري
نوموړي ټینګار کړی چې د دغه سیاسي بهیر موخه باید د یوه ټولشموله، مشروع او حساب‌ورکوونکي حکومت د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابرول وي. د هغه په وینا، د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړې باید د افغانانو په ګډون او د هغوی د غوښتنو له مخې وشي
فایق ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په یو شمېر اساسي سیاسي او بشري مسایلو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا هم د جدي اندېښنې وړ دي
هغه همداراز د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون د افغانستان، سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره لا هم یوه مهمه ستونزه ده
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان دایمي ثبات یوازې د جګړې د نشتوالي له لارې نه شي رامنځته کېدای، بلکې د ده په وینا، د مشروع، ټولشموله او حساب‌ورکوونکو بنسټونو او د افغانانو د مانادار ګډون لپاره سیاسي بهیر ته اړتیا ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto