news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د سند سترې محکمې افغان محصلانو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړه

د سند سترې محکمې افغان محصلانو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړه

د سند سترې محکمې افغان محصلانو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړه

(بریانیوزچهارشنبه (۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان د سند ایالت سترې محکمې د سې‌شنبې په ورځ یوه طبي پوهنتون ته امر کړی چې افغان محصلان بېرته خپلو درسي ټولګیو ته پرېږدي او د هغو افغان محصلانو لپاره یې د لنډمهاله قضايي خوندیتوب موده هم غځولې چې افغانستان ته د ستنېدو له امر سره مخالفت لري

دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا په روانه میاشت کې طبي او ښوونیزو مرکزونو ته لارښوونه کړې وه چې ثبت شوي افغان محصلان افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتو کړي

د دغې شورا په لارښوونه کې همداراز ویل شوي وو چې په روان ښوونیز کال کې دې د نویو افغان محصلانو له منلو او د هغوی له یوه مرکز څخه بل ته له لېږدولو ډډه وشي

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه افغان محصلان چې باوري ویزې لري او په رسمي او پېژندل شوو زده‌کړیزو پروګرامونو کې شامل دي، کولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي

د محکمې د تازه حکم او د طبي شورا د لارښوونې ترمنځ د توپیر له امله د افغان محصلانو د زده‌کړو د دوام او د هغوی د بېرته ستنولو د څرنګوالي په اړه لا هم پوښتنې موجودې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto