news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عبدالسلام حنفي: له چین سره د افغانستان اړیکې دې لا پراخې شي

عبدالسلام حنفي: له چین سره د افغانستان اړیکې دې لا پراخې شي

عبدالسلام حنفي: له چین سره د افغانستان اړیکې دې لا پراخې شي

(بریانیوزچهارشنبه (۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ژاو شینګ په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې د پای ته رسېدو په مناسبت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان او چین دوه ګاونډي هېوادونه دي چې اوږدې او تاریخي اړیکې لري، چین په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي. د هغه په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې ښه شوې او د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ هم زیات شوی دی

بلخوا، عبدالسلام حنفي د چین د سفیر د درې کلنې دندې د ترسره کولو له امله مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د کابل او بیجینګ اړیکې به په راتلونکې کې لا پراخې شي ، چين د افغانستان مهم اقتصادي ګاونډی او په سیمه او نړۍ کې اغېزناک هېواد بللی دی. نوموړي همداراز هیله څرګنده کړې چې چین به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نړیوالو ناستو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي

ژاو شینګ د چین د سفیر په توګه درې کاله په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto