ملګرې ملتونه: په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
(بریانیوزپنجشنبه (۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی؛ تازه معلومات ښيي چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې نږدې یو میلیون یې په سختې خوارځواکۍ اخته دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
د معلوماتو له مخې، د سختې خوارځواکۍ له امله اغېزمن شوي ماشومان د جدي روغتیايي ستونزو له ګواښ سره مخ دي او د درملنې او ځانګړو تغذیوي خدمتونو ته عاجله اړتیا لري
په ورته وخت کې، وروستیو طبیعي پېښو هم د زیانمنو کورنیو ستونزې زیاتې کړې دي. د تېر اګست میاشتې ناڅاپي سېلابونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ کورونه، بنسټیزې زېربناوې او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي
د سېلابونو له امله د خلکو د استوګنې او عایداتي سرچینو زیانمنېدل په داسې حال کې دي چې ګڼې کورنۍ له وړاندې د خوړو او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي؛ هغه وضعیت چې د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزه لا پېچلې کولی شي
په همدې حال کې، په ټولو ولایتونو کې د ثابتو او ګرځنده روغتیايي مرکزونو له لارې میلیونونو کسانو ته روغتیايي او اړینې مرستې رسول شوې دي
د ماشومانو د خوارځواکۍ لوړه کچه او د طبیعي افتونو له امله د کورنیو د ژوند د شرایطو خرابېدل، د زیانمنو ماشومانو لپاره د پر وخت درملنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د دوام اړتیا لا ډېروي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1863
-
اخبار افغانستان
987
-
مقاله
790
-
سیاست
374
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl