news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کډوالۍ نړیوال سازمان : له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۶.۵ میلیونه افغانانو د ستنېدو راپور

کډوالۍ نړیوال سازمان : له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۶.۵ میلیونه افغانانو د ستنېدو راپور

کډوالۍ نړیوال سازمان : له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۶.۵ میلیونه افغانانو د ستنېدو راپور

(بریانیوزپنجشنبه (۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

له ایران او پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په تېرو کلونو کې په بې‌ساري ډول چټک شوی او د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، د بېرته ستنېدونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی تر ډېره وروسته له هغې رامنځته شو چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه

د راپور له مخې، په ایران کې هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه شوې او تر دې دمه شاوخوا دوه میلیونه افغانان له دغه هېواد څخه افغانستان ته ستانه یا ایستل شوي دي

د کډوالو د ستنېدو دومره لویه څپه په داسې حال کې رامنځته شوې چې افغانستان لا دمخه د بشري مرستو، اقتصادي ستونزو او د کار او استوګنې د محدودو امکاناتو له ننګونو سره مخ دی

د پراخو ستنېدونکو کورنیو راتګ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیا مېشتېدنې، سرپناه، روغتیا، زده‌کړو، کارموندنې او لومړنیو خدمتونو پر وړاندې فشار زیات کړی دی

د راپور له مخې، د دومره لوی شمېر راستنېدونکو د جذب لپاره د اوږدمهاله او منظم پلان نشتوالی کولی شي د هغوی د بیا ادغام بهیر لا ستونزمن کړي او پر کوربه ټولنو هم اضافي فشار واچوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto