news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نرګس نهان: د اوسنیو سیاستونو له دوام سره په نړیوالو جوړښتونو کې د افغانستان ادغام ناشونی دی

نرګس نهان: د اوسنیو سیاستونو له دوام سره په نړیوالو جوړښتونو کې د افغانستان ادغام ناشونی دی

نرګس نهان: د اوسنیو سیاستونو له دوام سره په نړیوالو جوړښتونو کې د افغانستان ادغام ناشونی دی

(بریانیوزجمعه(۱۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیره نرګس نهان وايي، د طالبانو د اوسنیو سیاستونو له امله په نړیوالو جوړښتونو کې د افغانستان ادغام له جدي خنډونو سره مخ دی

نوموړې په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو دروند بار د هېواد پر ښځو او ځوانانو پرېوځي او د محدودیتونو دوام د هغوی پر ژوند او راتلونکي مستقیم اغېز کوي

نهان ټینګار کړی چې د طالبانو اوسنی چلند افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه لا ډېر ګوښه کړی او د هېواد د نړیوالو اړیکو د پراختیا او په نړیوالو جوړښتونو کې د اغېزمن حضور زمینه یې محدوده کړې ده

د نوموړې په وینا، د افغانستان د نړیوال ادغام لپاره د هېواد دننه د ټولو وګړو د حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د ونډې او اساسي حقونو موضوع مهمه ده

د افغانستان د نړیوال تعامل او د اوسني حکومت د نړیوال مشروعیت موضوع له هغه وخت راهیسې د بحث له مهمو مواردو څخه ده چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي. په ورته وخت کې، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند د محدودیتونو له امله د بشري حقونو په برخه کې هم پراخې اندېښنې مطرح شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto