اسحاق ډار: ایران د حوثیانو سره د سیاسي خبرو وړاندیز کړی؛ په ریاض کې پرې بېړنۍ غونډه کېږي
(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ایران وړاندیز کړی چې د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو له وروستیو بریدونو وروسته باید له دغې ډلې سره د سیاسي خبرو له لارې د ستونزې د هواري هڅه وشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د مکې د ګډ دفاعي تړون د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې غړي به راتلونکې اوونۍ په ریاض کې بېړنۍ غونډه وکړي او د ایران دغه وړاندیز به هم وڅېړي
په دغه تړون کې سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان شامل دي. د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او پوځي مشرانو په کچه کمېټه به د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو د وروستیو بریدونو او د دغې موضوع د هواري پر لارو چارو خبرې وکړي
ډار ویلي، د ایران وړاندیز تر اوسه کومه رسمي او لیکلې طرحه نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې په توګه مطرح شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې سیاسي خبرې به د پوځي اقداماتو پر ځای د یوې بدیلې لارې په توګه وڅېړل شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، ایران د حوثیانو او په عراق کې د وسلهوالو ډلو له فعالیتونو سره د خپلې اړیکې په اړه واټن څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې د موضوع د پای ته رسولو لپاره باید حللاره وموندل شي
د مکې ګډ دفاعي تړون د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د روان کال د اګست په ۷مه لاسلیک شوی و. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید د ټولو غړو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کېږي. د درېیو هېوادونو پوځي مشرانو هم تېره میاشت په ریاض کې د حوثیانو وروستي بریدونه غندلي وو
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?