د بشري حقونو سازمان: ایران کې په سپټمبر میاشت کې پنځه افغان وګړي اعدام شوي
(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د بشري حقونو د یوې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې پنځه افغان وګړي اعدام شوي دي
په اعدام شویو افغانانو کې تورات محمدي هم شامل دی چې د جاسوسۍ په تور د سپټمبر په ۲۳مه د کرج په قزلحصار زندان کې اعدام شوی دی
په ورته موده کې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې د ۶۸ بندیانو د اعدام حکمونه عملي شوي چې څلور یې سیاسي بندیان بلل شوي دي. د راپور له مخې، دغه شمېر د اګست میاشتې په پرتله ۲۳.۵ سلنه کم دی؛ په اګست کې ۸۹ کسان اعدام شوي وو
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په سپټمبر میاشت کې د اعدامونو له ډلې ۳۲ کسان د عمدي وژنې، ۳۱ د نشهيي توکو اړوندو جرمونو او څلور کسان د سیاسي او جاسوسۍ اړوندو تورونو له امله اعدام شوي دي
په سپټمبر کې د اعدامونو له ثبتېدو سره، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر دې دمه په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۶۰۴ ته رسېدلی دی. دغه شمېرې د یادې بشري حقونو ادارې د ثبت او اسنادو پر بنسټ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1877
-
اخبار افغانستان
995
-
مقاله
802
-
سیاست
377
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl