بلخ – د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د قوشتېپې ستر او تاریخي کانال د جوړېدو دویم پړاو وروستۍ مرحلې ته رسېدلی دی. د ملي پراختیا شرکت د وروستیو معلوماتو له مخې، د کانال د سربند کارونه ۸۵ سلنه او د دویم پړاو د کیندنې او ډکولو چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي
د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش د ترسره شویو کارونو کیفیت ستایلی او ټینګار یې کړی چې د قوشتېپې کانال پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او زراعتي پرمختګ لپاره یو تاریخي فرصت دی. هغه ویلي:
دا پروژه د هېواد د زرګونو خلکو د کار زمینې برابروي او د زراعتي خودکفایي پر لور یو عملي ګام دی. دا باید د ملي مسؤلیت په توګه بشپړه شي
د قوشتېپې کانال پروژه د افغانستان له ستراتیژیکو او اقتصادي طرحو څخه ده، چې له بشپړېدو وروسته به د شمالي ولایتونو د کرنې، اوبو لګولو او تولیدي سکتور په وده کې د پام وړ بدلونونه راولي
شنونکي باور لري چې د دې کانال بشپړېدل به د هېواد د اوبو د عادلانه مدیریت، زراعتي پراختیا او اقتصادي ثبات په برخه کې یو مهم تحول رامنځته کړي او افغانستان به د ځانبسیا په لور یو پیاوړی ګام واخلي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF