news اخبار فوری
clock

پاکستان : اسلام‌اباد د افغان مخالفینو د سپارلو په بدل کې د ۳۵ میلیونه ډالرو غوښتنه؛ د شکونو او نیوکو طوفان راپورته شوی

پاکستان : اسلام‌اباد د افغان مخالفینو د سپارلو په بدل کې د ۳۵ میلیونه ډالرو غوښتنه؛ د شکونو او نیوکو طوفان راپورته شوی

اسلام‌اباد: د افغان مخالفینو د سپارلو په بدل کې د ۳۵ میلیونه ډالرو غوښتنه؛ د شکونو او نیوکو طوفان راپورته شوی

اسلام‌اباد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف تازه ادعا کړې چې د افغانستان اسلامي امارت له اسلام‌اباده غوښتي، که غواړي افغان مخالفین ور وسپاري، نو باید ۳۵ میلیونه ډالر ورکړي

د دې څرګندونو تر خپرېدو وروسته، د پاکستان په سیاسي، مدني او خبري کړیو کې توند غبرګونونه راپورته شوي دي. مدني فعالانو او خبریالانو دا خبره «غیرواقعي او طنز وړ» بللې او له وزیر څخه یې پوښتنه کړې چې “ایا د پاکستان په بانکونو کې رښتیا هم دومره پیسې شته؟”

د فعالانو په وینا، داسې ښکاري چې حکومت د کورنیو ناکامیو او اقتصادي ستونزو د پټولو لپاره د افغانستان نوم د سیاسي لوبې برخه ګرځوي. یو شمېر شنونکو هم ویلي، دا ډول بې‌مسؤلیته څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ لا زیات بې‌باوري زېږوي

یو مدني فعال په خپله تبصره کې لیکلي:

 “کله چې امریکا د بګرام هوايي اډې د سپارلو په بدل کې د میلیونونو ډالرو وړاندیز وکړ، افغان حکومت یې په زغرده رد کړ. نو څنګه ممکن ده چې اوس د ۳۵ میلیونه ډالرو په بدل کې خپل مخالفین وسپاري؟ دا خبره د عقل او منطق نه ده

تر دې دمه د افغانستان اسلامي امارت د خواجه آصف د څرګندونو په اړه رسمي دریځ نه دی نیولی، خو سیاسي شنونکي باور لري چې دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې زیانمنوي او د بې‌اعتمادی فضا لا نوره پیاوړې کوي

کارپوهان زیاتوي چې د پرله‌پسې ادعاوو او تبلیغاتي څرګندونو پر ځای، باید اسلام‌اباد او کابل د ګډو ستونزو د حل او د اعتماد د فضا د رامنځته کولو لپاره صادقانه خبرې پیل کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto