د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو مرستیال نادر یاراحمدي ویلي: ایران د بهرنیانو سره د واده قانوني کولو هڅه کوي
تهران – د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو مرستیال نادر یاراحمدي ویلي، د دې هڅې چارې روانې دي چې د غیرایراني وګړو سره ودونه له شرعي بڼې څخه قانوني چوکاټ ته واړول شي
ښاغلي یاراحمدي څرګنده کړه، چې په هېواد کې له بهرنیانو سره ګڼ شمېر ودونه د قانوني ثبت پرته ترسره شوي، چې له امله یې ګڼ ماشومان او ښځې له حقوقي، هویتي او مدني ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، دا موضوع نه یوازې د ټولنیز نظم مسأله ده، بلکې د بشري حقونو او کورنۍ ثبات له اړخه هم مهمه ده
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې له استازو سره د ګډ کمېسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوې، تر څو د دې طرحې قانوني او اجرایي اړخونه په ګډه وڅېړل شي
د دغه اقدام په تړاو په ایران کې بېلابېل غبرګونونه رامنځته شوي دي. د طرحې ملاتړي وايي، د واده قانوني کېدل به د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنه یقیني کړي او د ټولنیزو ستونزو مخه به ونیسي. خو مخالفین یې اندېښنه لري، چې دا کار به د بهرنیانو د واده ترویج ته لاره هواره کړي او د ایران د ملي جوړښت پر توازن اغېز وکړي
یادونه کېږي، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو له اتباعو سره د ودونو شمېر په ایران کې زیات شوی، خو د ډېرو دا ډول اړیکې د قانون له ثبت پرته پاتې دي، چې د ماشومانو د تابعیت، میرمنو د حقونو او کورني ثبات په برخه کې جدي ننګونې رامنځته کړي دي