د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر تلیفوني خبرې وکړې
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د یوې تلیفوني اړیکې پر مهال د وروستۍ زلزلې، بشري مرستو او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي
جې شنکر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له قربانیانو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه او وویل، چې هند د مرستو په لومړۍ مرحله کې ۱۵ ټنه بېړنۍ بشري مرسته افغانستان ته لېږلې ده
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هند به ډېر ژر د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو اضافي محموله هم د زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره واستوي
دواړو لورو د خبرو پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیمهییزو همکاریو او د مولوي امیرخان متقي د تېر سفر د پایلو د تعقیب په اړه هم مفصل بحث وکړ
د هند دا اقدام او د بشري همکارۍ ژمنه د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې ده. ډېرو شنونکو دا د دواړو هېوادونو د اړیکو د تودېدو او د متقابل باور د زیاتېدو یو مثبت ګام بللی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl