واشنګټن – د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځنۍ آسیا له مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل؛ د حیاتي معدني زېرمو ارزښت یې د امریکا ستر لومړیتوب وباله
واشنګټن – د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان له ولسمشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې مهمه ناسته ترسره کړې ده
د «رویټرز» د راپور له مخې، دا لیدنه د جمعې په ورځ، د نومبر په ۷مه وشوه. ټرمپ په دې غونډه کې د حیاتي معدني موادو او طبیعي زېرمو ارزښت ته ځانګړې اشاره وکړه او ویې ویل چې دا موضوع د امریکا د اقتصاد او ملي امنیت له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه ده
سرچینې وایي، ټرمپ هڅه کوي له هغو منځنۍ آسیا هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي چې کلونه د روسیې تر نفوذ لاندې پاتې شوي او په وروستیو کلونو کې د چین د سیاسي او اقتصادي اغېز له زیاتېدو سره مخ شوي دي
شنونکي باور لري، واشنګټن غواړي له دغو هېوادونو سره د انرژۍ، ټرانسپورټ او د نادرو معدني عناصرو په برخو کې نوي ستراتیژیک تړونونه رامنځته کړي، څو د سیمې د ځواک توازن د امریکا په ګټه بدل کړي
د ناستې پر مهال د سیمهییزو اقتصادي همکاریو، د پانګونې فرصتونو او د ټکنالوژۍ د پراختیا په اړه هم خبرې شوې
سیاسي کارپوهان دا لیدنه د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې یو مهم ګام بولي، چې موخه یې د منځنۍ آسیا په جیوپولیټیک ډګر کې د امریکا د نفوذ بیا راژوندي کول دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl