news اخبار فوری
clock

په کشف کې یو مخکښ ساینسپوه جیمز واټسن په ۹۷ کلنۍ کې ومړ DNA د

په کشف کې یو مخکښ ساینسپوه جیمز واټسن په ۹۷ کلنۍ کې ومړ DNA د

 د نوبل جایزې ترلاسه کوونکی امریکایي ساینسپوه جیمز واټسن د ۹۷ کلنۍ په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې واټسن د شلمې پېړۍ د تر ټولو ستر علمي کشفیاتو په ډله کې شمېرل کېږي، چې د DNA دوه ګوني حلزوني جوړښت یې په ۱۹۵۳ کال کې د بریتانوي ساینسپوه فرانسيس کریک سره په ګډه کشف کړ. دغه کشف د مالیکولي بیولوژۍ په چټک پرمختګ کې مهم رول ولوباوه

 د کولډ سپرینګ هاربر لابراتوار، هغه ځای چې واټسن پکې څو لسیزې علمي څېړنې کړې، د هغه د مړینې خبر بی بي سي ته تایید کړ

 واټسن په ۱۹۶۲ کال کې د مورېس ویلکنز او فرانسس کریک سره ګډه نوبل جایزه ترلاسه کړه، د دې لپاره چې د DNA دوه ګوني حلزوني جوړښت یې وموند او د جینیتیک او بیولوژۍ په ډګر کې یې نوې څپه پیل کړه

 سره له دې چې واټسن د ساینس په نړۍ کې ستر نوم و، د هغه شهرت او موقف د هغه د توکمیزو او جنسي نظریاتو له امله تر سترې نیوکې لاندې راغی. په یوه تلویزیوني خپرونه کې یې جنجالي څرګندونې کړې وې چې ګواکې د جینونو له مخې د تور پوستکي او سپین پوستکي کسانو ترمنځ د ذکاوت په ازموینو کې توپیرونه شتون لري

 د ساینسپوهانو او څېړونکو په وینا، د واټسن کارونه د DNA د جوړښت د پېژندنې او جینیتیک په نړۍ کې تلپاتې اغېزې لري، که څه هم د هغه شخصي نظریات او څرګندونې یې شهرت ته زیان رسولی و

 د جیمز واټسن ژوند او کار د ساینس په تاریخ کې د یو بې‌ساري باب په توګه یادېږي، چې د جینیتیک او مالیکولي بیولوژۍ په پرمختګ کې یې لوی نقش لوبولی دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto