news اخبار فوری
clock

هند له طالبانو حکومت سره د کرنې د څېړنیز مرکز د جوړولو ژمنه وکړه

هند له طالبانو حکومت سره د کرنې د څېړنیز مرکز د جوړولو ژمنه وکړه

 د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د هند سفارت په کابل کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د کرنې په برخه کې یو عصري څېړنیز مرکز جوړ کړي

 د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د هند سفارت شارژدافیر کرن یادوف د پنجشنبې په ورځ له وزیر عطاءالله عمري سره لیدنه کړې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا، د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي او له هنده د میخانیزه وسایلو او تجهیزاتو د واردولو په اړه خبرې کړې دي

هند له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په کرنیز سکتور کې مهم رول لوبولی دی. د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې، هند د امریکا وروسته دویم ستر مرسته‌کوونکی هېواد و، چې د افغانستان د بیا رغونې او بنسټیزو پروژو په پیاوړتیا کې یې پراخ حضور درلود

 دغه هېواد هغه مهال د افغانستان لپاره د کرنیز پوهنتون د جوړولو، د خاورې د کیفیت د څېړنې او د کرنیزو محصولاتو د ښه‌والي لپاره د علمي همکاریو ژمنې کړې وې — او اوس یې دا تګلاره د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې بېرته راژوندۍ کړې ده

 د راپورونو له مخې، هند د طالبانو له چارواکو سره د اوبو د سرچینو د مدیریت او په ځانګړي ډول د کونړ پر سیند د بند د رغونې په برخه کې هم د ګډ کار چمتووالی ښودلی دی

 د سیاسي شنونکو په باور، دا ګام د هند له لوري د افغانستان پر وړاندې د واقعي او متوازنې پالیسۍ نښه ده، او ښايي د دواړو هېوادونو اقتصادي، تخنیکي او سیمه‌ییزې اړیکې یو ځل بیا پیاوړې کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto