غزه – محمود الیّان، یو تن تازه فارغ شوی ځوان چې جګړې د رفح له جنوبي ښار څخه منځنۍ غزې ته بېځایه کړی، د خپل زېږني ښار یوې ګڼه خوږیو پلورنۍ ته ولاړ و. پر مخ یې د ارام، هیلو او خوښۍ روښانه موسکا ځلیده؛ هغه موسکا چې د دوو کلونو جګړې هم نه شوه ورنه غلا کولی
هغه د فلسطین دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې په خوښۍ ډک غږ وویل:
"زه نن بېحده خوشحاله یم. دلته راغلی یم چې شیریني واخلم او خلکو ته یې ووېشم، ځکه له ډېرې مودې وروسته هغوی یو ځل بیا د خوږو خوند او د جشن هوا احساسوي
محمود وایي چې د جګړې، بمبارۍ او بېځایه کېدو دوه کلنه توره دوره نه یوازې کورونه وران کړي، بلکې د خوښیو، جشنونو او هیلمنو شیبو رنګ هم خړ کړی دی. او نن د هغه لپاره نه یوازې د فراغت ورځ ده، بلکې د هیلې، انساني مینې او ژوند د بیا پیل ورځ ده
خو د ټولو لپاره دا ورځ دومره ساده او خوږه نه ده. ګڼ شمېر فارغان او کورنۍ وايي چې د فراغت د ورځې په خوښۍ کې د هغو عزیزانو د نه شتون درد هم ورسره مل دی، هغه کسان چې د جګړې د لمبو قرباني شول یا لا هم بېځایه دي
:یوه ځايي اوسېدونکي په ډېر تاثیرونکي انداز وویل
ژوند مو تریخ شوی، خو موږ باید یو پر بل خوږ پاتې شو. همدا زموږ اصلي شتمني ده
په غزه کې د جګړې تر سیوري لاندې ځوانان لا هم زدهکړې کوي، هیلې جوړوي او د روښانه سبا لپاره هڅه نه پرېږدي؛ ځکه هغوی باور لري چې تورې شپې نه شي کولی د یو ملت د امید څرک مړ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl