news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد: پاکستان ادعا کوي چې وروستي بریدونه له افغانستان څخه طرحه شوي دي

اسلام‌اباد: پاکستان ادعا کوي چې وروستي بریدونه له افغانستان څخه طرحه شوي دي

اسلام‌اباد – د پاکستان امنیتي سرچینو تازه څرګندونې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو اړیکې د اندېښنې تر سیوري لاندې راوستي دي. د دغه هېواد امنیتي چارواکو دعوه کړې چې په اسلام‌اباد کې د ولسوالۍ محکمې مخې ته ترسره شوی انتحاري برید له افغانستان سره تړاو لري او بریدکوونکی یې په بشپړ ډول پېژندل شوی دی

د چارواکو په وینا، د امنیتي څېړنو لومړني معلومات ښيي چې بریدکوونکی له افغانستان سره ارتباط درلود او د هغه د تګ‌راتګ مسیر هم تر ډېره روښانه شوی دی. همدارنګه، چارواکي ادعا کوي چې د خیبرپښتونخوا په وانه سیمه کې پر پوځي ښوونځي د شوي خونړي برید ټول بریدکوونکي د افغانستان اتباع وو

سرچینې زیاتوي چې د یادې حملې یو مهم تسهیل‌کوونکی د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی او لومړنۍ پلټنې د یوې پراخې ملاتړ‌ي شبکې شتون ته اشاره کوي. د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې، نیول شوی کس د باجور له سیمې تعقیب او وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ګرفتار شوی دی

چارواکي وايي، د شکمنو کسانو له اعترافونو وروسته دا کس په دقیقه توګه وپېژندل شو او د برید په عملي برخه کې یې د پام وړ رول درلود، په ځانګړي ډول د انتحاري بریدګر د لېږد او ځای‌پرځای کولو په برخه کې

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې څېړنې لا هم روانې دي او ډېر ژر به د دې پېښې د شالید په اړه نور جزیات هم خپاره شي

دغه ادعاوې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان سرپرست چارواکي تل ټینګار کوي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي، او هر ډول بریدونه د سیمه‌ییزو پیچلو معادلاتو یوه برخه بولي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto