په کابل کې ستر عملیات؛ ۱۷۵۰ کیلوګرامه تاریخ تېر شوي توکي او لسګونه شور جوړوونکي سپیکرونه ضبط شول
– د کابل ښاروالۍ د څلورمې ناحیې د تفتیش ډلو د ښار د روغتیايي او چاپېریالي وضعیت د ښهوالي لپاره یو پراخ او هدفمند عملیات ترسره کړي دي. د چارواکو په
وینا، په دې عملیاتو کې ۱۷۵۰ کیلوګرامه تاریختېر شوي خوراکي او حفظالصحې مواد له بازارونو راټول او له کارونې ایستل شوي دي؛ هغه توکي چې کارول یې د ښار د
اوسېدونکو روغتیا ته جدي ګواښ درلود
مسوولین وايي چې د کیفیت د ارزونې دا بهیر د دې لپاره پر لاره اچول شوی، څو د ناسمو او غیرمعیاري محصولاتو مخه په قاطع ډول ونیول شي او خلک له هر ډول
احتمالي زیان څخه خوندي پاتې شي. د تاریختېر شویو موادو تر څنګ، د چاپېریال د ارامۍ د ساتلو په موخه ۸۵ عدده لوړ غږ لرونکي او د شور اصلي سرچینې سپیکرونه
هم ضبط شوي دي
د ښاروالۍ چارواکو ټینګار کړی چې دا ډول عملیات به په منظم ډول دوام ولري، او له هټۍوالو او پلورونکو یې جدي غوښتنه کړې چې د قانون په رڼا کې سالم، معیاري او
خوندي توکي د خلکو لاسرسي ته وړاندې کړي. د دوی په وینا، پاک، باکیفیته او ارام چاپېریال د هر ښار د پرمختګ بنسټ جوړوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl