news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

انتونیوګوترش: له طالبانو سره تعامل ضروري، خو د دوی پالیسۍ ناهیلې کوونکې دي

انتونیوګوترش: له طالبانو سره تعامل ضروري، خو د دوی پالیسۍ ناهیلې کوونکې دي

انتونیوګوترش: ملګری ملتونو هره ورځ له ځان څخه پوښتنه کوي چې آیا له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي که یې ودروي.

بریانیوز( جمعه, ١٠ دلو ١٤٠٤)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، چې له طالبانو سره تعامل که څه هم یو بد انتخاب دی، خو له دې ډلې سره بشپړ پرېکون به لا ډېر منفي پایلې ولري.

 نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو تګلارې، په ځانګړي ډول د ښځو د کار او زده‌کړو محدودیتونه، ناهیلې کوونکې او د نه‌منلو وړ دي.

ګوترش زیاته کړې، چې په ځینو محدودو برخو کې له طالبانو سره تعامل مثبتې اغېزې لرلې او په وینا یې، د خصوصي سکټور له لارې په افغانستان کې د ښځو د کار لپاره محدود فرصتونه رامنځته شوي دي. هغه دا هم ومنله، چې طالبان لا هم د ښځو د زده‌کړو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د بشپړ حضور اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې ښځینه کارکوونکو ته اړتیا شته، څو مرستې په خوندي ډول ښځو او نجونو ته ورسېږي، خو سره له دې هڅو، طالبانو د ښځو د زده‌کړو په اړه د نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto