کابل — د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نوې څپه؛ د ۵۱۴ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک شول
کابل — د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نوې څپه؛ د ۵۱۴ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک شول
بریانیوز:(دوشنبه،۱۰ حمل۱۴۰۵)
کابل — د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتورونو ، چې ټولیز ارزښت یې ۵۱۴.۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي. دا تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په پیاوړتیا کې یو مهم ګام بلل کېږي
د یاد وزارت په وینا، دغه تفاهملیکونه د بېلابېلو برخو لکه سوداګرۍ، کرنې، صنعت، ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې دي، چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې پانګونې او سوداګریزو اړیکو نوې لارې پرانیزي
د غونډې پر مهال، د افغانستان د خصوصي سکتور استازو ټینګار وکړ چې له ازبیکستان سره اقتصادي همکاري به د هېواد د تولیدي ظرفیتونو په لوړولو او د کارموندنې په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه، ازبیک پانګهوالو هم د افغانستان بازار ته د لاسرسي او پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه
کارپوهان باور لري چې دا تړونونه به نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي، بلکې د سیمې په اقتصادي ثبات او همغږۍ کې به هم مثبت اغېز ولري. دوی زیاتوي چې افغانستان د خپلې جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم مرکز وګرځي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې د دغو تفاهملیکونو عملي کېدل به په نږدې راتلونکې کې پیل شي، او تمه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پسې وغوړېږي
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغانستان هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د خصوصي سکتور له لارې د اقتصادي ودې لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?