کویټ ښار — پر کویټ د بریدونو تازه څپه؛ د اوبو او برېښنا پر مهمه فابریکه برید
بریانیوز:(دوشنبه،۱۰ حمل۱۴۰۵)
د کویټي چارواکو د راپورونو له مخې، ایران په دغه هېواد کې د اوبو د مالګې د پاکولو او د برېښنا د تولید پر یوې ستراتېژیکې فابریکې برید کړی، چې له امله یې یو هندي کارګر وژل شوی او ودانۍ ته دروند مالي زیان اوښتی دی
چارواکي وایي، دا فابریکه چې د هېواد د حیاتي زیربناوو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو او برېښنا په برابرولو کې مهم رول لري. د برید له امله د خدماتو په بهیر کې ځنډ او تخنیکي ستونزې هم رامنځته شوې دي
د کویټ د امنیتي سرچینو په وینا، دا برید د هغو پراخو بریدونو یوه برخه ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کویټ ترسره شوي دي. ویل کېږي چې په دې لړ کې لسګونه توغندي او بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) کارول شوي، چې د هېواد بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې دي
په دې اړه د ایران له لوري تر اوسه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو سیمهییز وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي
کارپوهان وایي، د حیاتي تاسیساتو په نښه کول کولی شي د بشري ناورین سبب شي، ځکه چې د اوبو او برېښنا د خدماتو ګډوډي مستقیم د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کوي. دوی ټینګار کوي چې د داسې بریدونو دوام به د سیمې ثبات له جدي خطر سره مخ کړي
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی او ګڼ هېوادونه د احتمالي پراخې جګړې له وېرې سره مخ دي. شنونکي خبرداری ورکوي چې که وضعیت کنټرول نه شي، نو دا کړکېچ کولای شي د سیمې له پولې هاخوا نړیوال اغېز هم ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?