news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن/تهران —د واشنګټن او تهران ترمنځ متضاد دریځونه؛ د خبرو هیله او د جګړې ګواښونه

واشنګټن/تهران —د واشنګټن او تهران ترمنځ متضاد دریځونه؛ د خبرو هیله او د جګړې ګواښونه

 واشنګټن/تهران —د واشنګټن او تهران ترمنځ متضاد دریځونه؛ د خبرو هیله او د جګړې ګواښونه

بریانیوز:(دوشنبه،۱۰ حمل۱۴۰۵)

 د ډونالډ ټرمپ له لوري په یوه ناڅاپي بیان کې د ایران د نوي مشرتابه په اړه نرم دریځ، او له بلې خوا د محمد باقر قالیباف توند غبرګون، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پېچلتیا لا نوره هم روښانه کړې ده

ټرمپ ویلي، د ایران نوي مشران “خورا معقول او عاقل” ښکاري او باور لري چې له تهران سره یوې هوکړې ته رسېدل ممکن دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایالات متحده او ایران ترمنځ تاوتریخوالی لا هم لوړ دی، خو د ډیپلوماتیکو لارو د پرانیستې احتمال هم مطرح کېږي

بل لور ته، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف امریکا په “دوه مخۍ” تورنه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن له یوې خوا د خبرو اترو پیغامونه لېږي، خو له بلې خوا د احتمالي ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي

قالیباف په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې ایران به هېڅکله تسلیم نه شي او که د امریکا له لوري هر ډول ځمکنی اقدام وشي، نو تهران به یې “په اورین ځواب” ورکړي. هغه دا هم ویلي چې د ایران دفاعي ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتو دي

سیاسي شنونکي وایي، دا ډول متضاد دریځونه ښيي چې که څه هم د خبرو اترو دروازې په بشپړه توګه تړل شوې نه دي، خو د باور کچه خورا ټیټه ده. د دوی په وینا، د شخړې د کمولو لپاره دواړه خواوې باید عملي ګامونه واخلي، نه یوازې لفظي ژمنې

دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې نړیواله ټولنه د یوې احتمالي پراخې جګړې له خطره اندېښمنه ده. کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د تاوتریخوالي دا لړۍ دوام وکړي، نو اغېزې به یې یوازې پر دې دوو هېوادونو محدودې نه وي، بلکې ټوله سیمه به ورسره اغېزمنه شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto