news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ: د ایران هوايي او سمندري ځواکونه مو له منځه وړي، که شرایط ونه منل شي نو لا سخت بریدونه به وشي

ټرمپ: د ایران هوايي او سمندري ځواکونه مو له منځه وړي، که شرایط ونه منل شي نو لا سخت بریدونه به وشي

ټرمپ: د ایران هوايي او سمندري ځواکونه مو له منځه وړي، که شرایط ونه منل شي نو لا سخت بریدونه به وشي

بریانیوز:(پنجشنبه،۱۳حمل۱۴۰۵)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې ادعا کړې چې د ایران هوايي او سمندري ځواکونه یې له منځه وړي او په وینا یې دا جګړه به ډېر ژر د امریکا په ګټه پای ته ورسېږي

هغه ویلي چې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د ایران مهم نظامي توان سخت کمزوری کړی او د جګړې په ډګر کې یې “ستر پرمختګونه” ترلاسه کړي دي. د ټرمپ په وینا، د امریکا هدف د جګړې ژر ختمول دي، خو دا پای ته رسېدل باید د واشنګټن د شرایطو له مخې وي

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا شرایط ونه مني، نو په راتلونکو دوو اونیو کې به لا سخت او پراخ بریدونه ترسره شي. ټرمپ زیاته کړې چې د ایران د تېلو مرکزونه هم د احتمالي هدفونو په توګه په نښه کېدای شي، څو د دغه هېواد پر اقتصاد فشار زیات شي

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا لا پسې لوړه شوې او دواړه لوري د یو بل پر وړاندې سخت دریځونه خپل کړي دي. شنونکي وایي چې د وضعیت د لا خرابېدو احتمال شته او د سیمې ثبات له جدي ننګونو سره مخ دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto