ترکیې او هرات د اقتصادي، سوداګریزو او بنسټیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی
بریا نیوز:(چهارشنبه، ۲۶ حمل ۱۴۰۵)
د هرات ولایت مقام ویلي، چې د ترکیه سفیر سادین آی یلدیز د هرات له والي نوراحمد اسلامجار سره په رسمي کتنه کې د اقتصادي، سوداګریزو او بنسټیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې کړې دي
د هرات ولایت مقام پر (پخواني ټویټر) خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او د پانګونې د زیاتېدو پر عملي لارو چارو تفصیلي بحث کړی دی
په دغه لیدنه کې د وسپنې پټلۍ پر پروژو هم ځانګړی ټینګار شوی دی، او ویل شوي چې دا ډول سترې بنسټیزې پروژې کولی شي د افغانستان د ترانسپورتي شبکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. د دواړو خواوو په وینا، د رېل پټلۍ اتصالونه نه یوازې د هرات ولایت اقتصادي ارزښت زیاتوي، بلکې افغانستان د سیمهییزو سوداګریزو دهلیزونو یوه مهمه برخه ګرځوي
همدارنګه په خبرو کې د پانګونې د فرصتونو د زیاتولو موضوع هم یاده شوې، او دواړو لورو هیله څرګنده کړې چې د خصوصي سکتورونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي. د دوی په باور، د بهرنیو پانګونو جلبول کولی شي د کارموندنې کچه لوړه او د اقتصادي ثبات په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي
په دې کتنه کې د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزو د اسانتیاوو د ښه کولو موضوع هم مطرح شوې ده. ترکیې لوري ډاډ ورکړی چې هڅه به وکړي د ویزې د ترلاسه کولو بهیر اسانه او منظم کړي، څو د سوداګرۍ، درملنې او سفر په برخه کې شته ستونزې کمې شي
د هرات ولایت مقام ویلي، چې دا ډول لوړپوړې ناستې د افغانستان او ترکیه ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او د اقتصادي همکاریو د نوي فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهمې بلل کېږي. چارواکي باور لري چې که دا همکاري دوام وکړي، نو هرات به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په یو مهم مرکز بدل شي، چې دا به د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي ګټې زیاتې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?