news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ملګرو ملتونو : له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې افغان ښځې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو : له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې افغان ښځې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو : له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې افغان ښځې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

بریا نیوز:(چهارشنبه، ۲۶ حمل ۱۴۰۵)

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې ښځې له سختو اقتصادي ستونزو، د کار له کمښت او د عاید له نشتوالي سره مخ دي، چې د دوی د ژوند حالت یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی

د راپور له مخې یوازې اوولس سلنه راستنې شوې ښځې منظم عاید لري، په داسې حال کې چې پاتې لویه برخه یې د بې‌کارۍ او بې‌ثباته کارونو له ستونزې کړېږي. راپور څرګندوي چې د ښځو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو پر ځای وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د ژوند بنسټیزې اړتیاوې یې هم له خطر سره مخ دي

د معلوماتو له مخې، اووه اویا سلنه له ایران څخه راستنې شوې ښځې او څلور شپېته سلنه له پاکستان څخه راستنې شوې ښځې وزګارې دي. د هغو ښځو لپاره چې لنډمهاله کارونه پیدا کوي، منځنی میاشتنی عاید شاوخوا زر او سل افغانۍ ښودل شوی، چې دا اندازه د ورځني ژوند د اړتیاوو لپاره ډېره کمه بلل کېږي

راپور زیاتوي چې دوه نوي سلنه ښځې په داسې کارونو بوختې دي چې هېڅ ډول د کار خونديتوب نه لري او عاید یې هم ډېر ټیټ دی

دا حالت د ښځو د اقتصادي راتلونکي لپاره جدي اندېښنې راپورته کوي او د بې‌وزلۍ کچه نوره هم لوړوي

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اداره دا هم وايي چې شاوخوا څلوېښت سلنه له راستنو شویو ښځو سره مسلکي مهارتونه شته، خو بیا هم د کار مناسب فرصتونه نه مومي. دا حالت ښيي چې د مهارت لرونکو کسانو او د کار د بازار ترمنځ لوی واټن موجود دی

همدارنګه راپور وايي چې اووه پنځوس سلنه ښځې د پخوا په پرتله کم عاید لري، چې دا بدلون د اقتصادي شرایطو د خرابوالي، د کار د کمښت او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی

د راپور په پای کې ویل شوي چې که د راستنو شویو ښځو لپاره د کار زمینه برابره نه شي، د مهارت لوړولو پروګرامونه زیات نه شي او اقتصادي ملاتړ ورنه کړل شي، نو د بې‌وزلۍ او ټولنیزو ستونزو کچه به لا پسې لوړه شي او د کورنیو پر ژوند به ژور اغېز وکړي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto